ټاکل شوې د پښتون ژغورنې غورځنګ افغانستان او ډېورنډ کرښې پورې غاړې مېشتو پښتنو لپاره د امن یوه ستره جرګه جوړه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ دغه لویه غونډه سبا چهارشنبې د زمري ۶ مه د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې جوړېدونکې ده.
د دغه جرګې د تر سره کېدو لپاره لا له وړاندې ځای مشخص او ترتیبات ورته نیول شوي دي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فسبوک پاڼه لیکلي« سبا د جولائي په اوويشتمه نيټه به په مکين جنوبي وزیرستان کې به د افغانستان د امن لپاره، د افغانستان د ولس سره د اظهار همږۍ لپاره او په دې سیمه کي د جنګ په مخالفت کې به د پي ټي ايم يوه لويه جلسه ترسره کيږي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه جرګه کې به د غورځنګ د بندي مشرانو او غړو د خلاصون لپاره هم غږ اوچت کړای شي.
د غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر، حنیف پښتین، اویس ابدال، اعجاز پښتین، افتاب شینواري او نورو پښتنو بندیانو چې د پاکستاني حکومت له خوا نیول شوي هم غږ پورته شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ټولو پښتنو ته بلنه ورکړې چې په دې غونډه کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
دغه غورځنګ داسې مهال د افغانستان د امن په هکله غونډه کوي چې په وروستیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو له خوا جګړې زیاتې شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دې جګړو کې عملاً پاکستاني اتباع شامل دي چې د افغان ځواکونو په مقابل کې جنګېږي او هره ورځ بې ګناه ملکي وګړي وژني.
جمهورخبري آژانس:کابل