پر طالبانو د ویلسن نیوکې، دا ډله د سولې مانا لرونکې خبرې نه پيلوي

5 اسد 1400 ساعت 11:12

پر طالبانو د امریکايي چارواکو د نیوکو په ترڅ کې کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن هم ویلي، چې دا ډله د سولې مانا لرونکې خبرې نه پیلوي.


پر طالبانو د امریکايي چارواکو د نیوکو په ترڅ کې کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن هم ویلي، چې دا ډله د سولې مانا لرونکې خبرې نه پیلوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن پرون دوشنبې د زمري ۴ مه ماښام مهال په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د سولې مانا لرونکو خبرو د پيل په اړه د طالبانو چوپتیا د افغان ملکیانو پر وړاندې د دې ډلې بې تفاوتي په ډاګه کوي.

دی وايي، هره ورځ په افغانستان کې لا زیات مرګونه او ورانی کېږي چې کېدای شي مخه یې په ښه نیت د سولې په خبرو کې په ګډون سره ونیول شي.

د یادونې ده، چې وېلسن له څو ورځو راهیسې د اوربند هشټګ خپروي او ټینګار یې دی چې طالبان دې سمدستي تاوتریخوالی ودروي.

ده په یوه جلا ټوېټ کې د سږکال لومړیو شپږو میاشتو د ملکیانو مرګ ژوبله چې ارقام یې یوناما خپاره کړي په تېره بیا دا چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې ۳۲ سلنه ماشومان جوړوي زړه بوږنوونکي بللي.

ملګرو ملتونو پرون راپور خپور کړ، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په جګړه کې ۵۱۸۳ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com