د ملي دفاع وزارت سرپرست بلخ ولایت ته ولاړ

5 اسد 1400 ساعت 11:58

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته ولاړ.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت وايي، جنرال محمدي او ورسره پلاوی نن سه شنبې د زمري ۵ مه بلخ ولایت ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، بلخ ته د ښاغلي محمدي د سفر موخه د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزول دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې جنرال محمدي تر دې وړاندې هم خینو ولایتونو ته سفرونه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141147

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141147/

جمهور
  https://www.jomhornews.com