سعودي عربستان او پاکستان پر افغانستان خبرې کړې

6 اسد 1400 ساعت 10:19

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په یوه ورځني سفر پاکستان ته تللی او له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره پر افغانستان غږېدلی دی.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په یوه ورځني سفر پاکستان ته تللی او له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره پر افغانستان غږېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی فرحان پرون سه شنبې د زمري ۵ مه اسلام آباد ته رسېدلی او د قریشي سره یې د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.

قریشي په یوه خبري غونډه کې ویلي، افغانستان کې وضعیت بدلېدونکی دی، جګړه شدیده شوې ده نو له همدې امله سعودي عربستان او پاکستان په دې منځ کې پر شته خنډونو او فرصتونو خبرې کړې دي. قریشي په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د سعودي سفیر بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې پر طالبانو غږ کړي، چې له جګړو لاس واخلي او د سولې خبرو ته کېني.

د سعودي د سفیر په وینا په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دې مسئلې د سعودي عربستان اندېښنه هم پارولې ده.

هغه زیاته کړې له همدې امله پر طالبانو غږ کوو چې له جګړو لاس په سر شي او د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته ادامه ورکړي.

عربستان همدا راز ډاډ ورکړی چې دوی به د افغان سولې د پرمختګونو لپاره د نړیوالو کنفرانسونو او غونډو جوړولو ته هم ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141174

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141174/

جمهور
  https://www.jomhornews.com