عمران خان: طالبان سیاسي جوړ جاړي ته نه دي تیار

6 اسد 1400 ساعت 11:29

د پاکستان لومړي وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې وسله وال طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه تیارېږي او نه هم تیار دي.


د پاکستان لومړي وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې وسله وال طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه تیارېږي او نه هم تیار دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خان له یوې امریکايي سرنۍ سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، چې امریکا بې وخته له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل پیل کړل.

ده زیاته کړې، امریکا هغه وخت له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې، چې نور له افغانستانه په وتلو دي او اوس طالبان داسې انګېري، چې د جګړې ګټونکي دي، نو ځکه دغه ډله افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته نه تیارېږي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، امریکا تل په افغانستان کې تېروتنې کړې چې له همدې امله یې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې ته لار پرېښوده.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان له طالبانو سره مرسته نه کوي او له دغه ډلې سره د آی اېس آی اړیکې نشته دي.

عمران خان ډاډ ورکړي، چې پاکستان له افغان سولې سره همکارۍ ته تیار دی.

د پاکستان لومړی وزیر له طالبانو سره د پاکستان د حکومت په ځانګړي ډول د استخباراتي شبکې د اړیکو خبره پر داسې مهال ردوي، چې افغان حکومت، ځینې هېوادونه، نړیوال سیاسیون او د چارو شنونکي وايي، افغانستان کې د جګړې تر شاه د پاکستان مستقیم لاس دی.

د دوی په وینا طالبان په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پر مخ وړي او پاکستاني حکومت په خپله خاوره کې د طالبانو تر څنګ ګڼو ترهګرو ډولو ته پټنځایونه او روزنځایونه ورکړي دي.

تازه د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې پخواني مشر جنرال ډیویډ پټریوس ویلي، تر چې په کوټه او بلوجستان کې پر طالبانو فشار رانه وړل شي دغه ډله خبرو ته نه حاضرېږي.

دغه راز وړمه ورځ کابل کې د کاناډا پخواني سفیر الکساندر کرس ویلي، څو چې نړیوال په پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ له امله فشار رانه وړي، دا هېواد د ترهګرو ملاتړ نه پرېږدي.

همدا نن افغان حکومت ویلي، چې د د طالبانو روزنه، تمویل او هڅونه په پاکستان کې د یوې منظمې دستګاه له خوا کېږي.

ولسمشر غني نن هم په یوه ناسته کې و ویل، چې په تېره یوه میاشتې کې تر ۱۰ زره پورې جنګیالي له پاکستان څخه راغلي او افغانستان کې یې د جګړې تر څنګ چور او تالان ګډ کړی دی.

د دې تر څنګ د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې د مکډونالډ لارییر انسټیټیوټ د بهرنۍ پالیسۍ مشر شووالوی ماجومدار پرون په ټویټر کې لیکلي«له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې د پاکستان په نیابتي جګړه کې لږ تر لږه یو لک او ۲۰زره افغانان، دغه راز د امریکا او نورو متحدانو درې نیم زره سرتېري وژل شوي دي.»

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم په تازه مرکه کې چې پرون امنیت شورا پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې، طالبان د نیابتي جګړې په پرمخ بېولو تورن کړل.

ښاغلي محب ویلي، طالبان په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري، د دوی رهبران هم په پاکستان کې دي او ان ټپیان یې هم هلته درملنه کېږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 141176

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141176/

جمهور
  https://www.jomhornews.com