د لوګر د عدلیې رییس کابل کې وژل شوی دی

6 اسد 1400 ساعت 13:22

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لوګر ولایت د عدلیې رییس محمد ګل عالم د نامعلومه وسله والو له خوا کابل کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لوګر ولایت د عدلیې رییس محمد ګل عالم د نامعلومه وسله والو له خوا کابل کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګل عالم پرون سه شنبې د زمري ۵ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وايي، د لوګر د عدلیې رییس محمد ګل عالم کابل ته تللی و، چې د ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وسله والو پرې برید کړی او وژلی یې دي.

باید و ویل شي، چې محمد ګل عالم پخوا د پکتیکا د عدلیې رييس و او له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په لوګر کې د عدلیې د رييس په توګه دنده پیل کړې وه.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم د وژنې علت معلوم شوی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141187

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141187/

جمهور
  https://www.jomhornews.com