روسیه: افغانستان کې نړیوالې ترهګرې ډلې د پیاوړتیا په حال کې دي

7 اسد 1400 ساعت 11:21

روسیې د افغانستان په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، دغه هېواد کې نړیوالې ترهګرې ډلې د پیاوړتیا په حال کې دي.


روسیې د افغانستان په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، دغه هېواد کې نړیوالې ترهګرې ډلې د پیاوړتیا په حال کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، ښکاري، چې افغانستان کې د داعش په څېر نړیوالې ترهګرې ډلې په سازمان شوې توګه د پیاوړتیا په حال کې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې دا به د روسیې او ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړ کړي.

دی وايي، له همدې امله دوی هڅه کوي تر ټولو سخت تدابیر په تاجکستان کې ونیسي او له افغانستان هر ډول احتمالي خطرونه په دغه هېواد کې دفع کړي.

د روسیې دفاع وزیر ویلي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په بېړه او بې وخته وو ځکه په دې سره به په ټوله سیمه کې امنیتي ستونزې ډېرې شي.

نوموړي زیاته کړې، په تاجکستان کې د نظامي اډې د پیاوړتیا په لټه کې دي او تر څنګ یې د لا ډېرو تاجکستاني سرتېرو روزنه او تجهیز پيل کړی دی.

روسیې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141215

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141215/

جمهور
  https://www.jomhornews.com