بلخ کې چاودنې پنځه ملکیان ټپیان کړي دي

9 اسد 1400 ساعت 9:04

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د زمري ۸ مه د بلخ مرکز مزارشریف ښار د کارته زراغت سیمې د تېلو په ټانګ کې شوې ده.

د بلخ امنیتی چارواکي وايي، چاودنه دغه ولایت کې د تښتول شوي ماشوم عبدالروف د پلار محمد نبي پر ساتونکو شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، په دغه چاودنه کې د محمد نبي څلور ساتونکي او یو ټکسي چلوونکی ټپیان شوي دي.

تراوسه د دې چاودنې علت معلوم نه دی، خو په غالب ګومان، ښايي د اختطاف شوي عبدالرووف له پلار حاجي نبي سره د شخصي دښمنۍ پر اساس د برمته نیوونکو یا د هغه د مخالفانو کار وي.

خپله محمد نبي هم د خپل زوی برمته نیوونکي په دې برید تورنوي.

د یادونې ده، چې د محمدنبي پر موټر تېره اوونۍ هم د ماین یوه چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شول.

عبدالرووف له شااوخوا لسو میاشتو راهیسې د انسان تښتوونکو له خوا برمته شوی او د هغه د ژغورنې لپاره هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 


د مطلب کود: 141236

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141236/

جمهور
  https://www.jomhornews.com