خوست کې له ۳۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

9 اسد 1400 ساعت 9:14

سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، خوست ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات نور ټپیان شوي دي.


سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، خوست ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۳ تندر قول اردو ویلي، دغه پېښه پرون جمعه د زمري ۸ مه مازیګر مهال په یعقوبیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول اېمل خان مومند په یوه غږیز پیغام کې ویلي، طالبانو پرون مازیګر مهال په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز برید وکړ.

دی وايي، د دغه مرکز سره نېږدې د ملکي وګړو له خوا د ملي بیرغ د نمانځۍ مراسم هم و، چې د طالبانو له خوا پرې برید وشو.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

د یعقوبیو ولسوال اکبر ځدراڼ هم پېښه تاییدوي وايي، په ټپیانو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 141237

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141237/

جمهور
  https://www.jomhornews.com