چاوراکي:

پر کندهار، هرات او تخار ښارونو د طالبانو بریدونه مات شوي

9 اسد 1400 ساعت 9:32

امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو د کندهار، هرات او تخار ولایتونو په مرکزونو د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي دي.


امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو د کندهار، هرات او تخار ولایتونو په مرکزونو د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون جمعه د کندهار، هرات او تخار په مرکزونو پراخ بریدونه وکړل او د ځینو سیمو او پوستو د سقوط راپورونه یې ورکړل.

د طالبانو له بریدونو سره د دغه ښارونو اوسېدونکي هم په سخته وېره او اندېښنه کې و، خو د افغان چارواکو په وینا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لاس په کار شول او طالبانو ته یې سخته ماته ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي، د ګذرې او انجیل ولسوالۍ به بشپړ ډول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دي او د ښار له څندو هم طالبان په شا تمبول شوي او سیمې ترې پاکې شوې دي.

ستانکزی وایي، په دغه جګړه کې طالبانو سخته ماته خوړلې او درانه تلفات یې لیدلي خو دقیق ارقام یې نشته دي.

باید و ویل شي، چې د هرات د ښار په جګړه کې د ملګرو ملتونو پر ساحوي دفتر هم برید شوی، چې یو ساتونکی یې وژل شوی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز په یوه بیان کې ویلي دي چې دا حمله خواشینوونکې ده او دا یې په سختو ټکو غندي.

بل خوا راپورنه وايي، طالبانو پرون د تخار په مرکز تالقانو هم بریدونه کړي، خو چارواکي وايي، طالبانو ته یې سخته ماتې ورکړې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، په هرات، کندهار، هلمند او تخار کې د طالبانو حملې له درنې ماتې سره مخ کړې.

نوموړي ویلي، د هرات په لمنو کې د طالبانو بریدونو ته سخته ماته ورکړل شوه، د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته نژدې پراخې سیمې له طالبانو تصفیه شوې او د کندهار په شااوخوا سیمو کې هم افغان دفاعي امنیتي ځواکونو خپل تهاجمي عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com