د بشري حقونو د څار ډله: طالبان خپل منتقدین په نښه کوي

9 اسد 1400 ساعت 10:59

د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې ویلي، طالبان په افغانستان کې په ښکاره خپل منتقدین په نښه کوي.


د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې ویلي، طالبان په افغانستان کې په ښکاره خپل منتقدین په نښه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ډلې پرون جمعه د زمري ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې چې طالبان ادعا کوي خپلو جنګیالیو ته یې د زغم او حوصلې لارښوونه کړې خو بیا هم د دې ډلې وسله وال خپل منتقدین په نښه کوي.

د بشري‌ حقونو د څار ډله وايي، طالبانو په کندهار کې یو شمیر کسان چې ګمان کېده د حکومت مامورین، امنیتي ځواکونه او د هغوی خپل او خپلوان نیولي دي.

خبرپانه کې ویل شوي،په تازه پېښو کې وسله والو طالبانو،‌ په کندهار کې محلي ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان هم مشهور و، له کور څخه اېستلی او بیا یې وژلی دی.

د دغه سازمان د اسیا د څانګې مشرې پټریشیا ګاسمن وايي داسې ښکاري‌ طالب جنګیالیو ځکه خاشه ځوان وواژه چې هغه به په طالب مشرانو باندې مسخرې کولې.

نوموړې زیاته کړې، د هغه قتل او نورې تازه سرغړونې دا ښکاره کوي چې د طالبانو قومندانان غواړي‌ دوستانه انتقاد هم کلک وځپي.

یادې ډلې د ځینو خلکو له خولې لیکلي دي چې وسله والو طالبانو په کندهار کې لسګونه کسان د حکومت او پولیسو سره د کار په تور نیولي دي او یو شمېر لا هم تري تم دي.

د بشري حقونو د څار ډله زیاتوي، چې اجباري نیول، ورک کول او وژل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او جنګي‌ جنایت بلل کیږي.

وسله والو طالبانو لا د بشري حقونو د څار ډلې د دغې ادعا په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141240

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com