کابل کې د امریکا سفارت اعلان کړی، چې د انساني قاچاق او بچه بازۍ له قربانیانو سره مرسته کوي او حیاتي خدمات ورته وړاندې کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې له دغه قربانیانو سره د خوراکي توکو، طبي پاملرنې، روانشناسي خدمتونو، تعلیمي او حرفوي روزنې، فردي او فامیلي مشورتي خدمتونو، او د انساني قاچاق د ښځینه او ماشوم قربانیانو قانوني ملاتړ تر څنګ دغه پروژې د جنسي ځورونې قربانیانو سره مرسته کوي څو هغوی عدالت ته لاسرسی ومومي او په ټولنه کې خپل عزت و وقار بیا ترلاسه کړي.
په خبرپانه کې ویل شوي، د غیر دولتي موسسو همکاران همدارنګه د انساني قاچاق په اړه د روزنې او پوهاوي زمینه برابروي او د قربانيانو کورنیو، علماوو، حکومتي چارواکو، او نورو ته د انساني قاچاق د ناوړه جرم په اړه روزنه او پوهاوی ورکوي، او په دې خبره تاکید کوي چې د انساني قاچاق قربانیان په داسې شرایطو کې بېګناه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل