جلال آباد کې وسله والو دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

9 اسد 1400 ساعت 14:11

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د زمري ۹ مه سهار مهال د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په یوه هندي ریکشا کې سپرو وسله والو پر یوه امنیتي کس ډزې کړې، چې نوموړی یې وژلی او دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د خوږیاڼي په وینا د وژل شوي امنیتي کس هویت تر اوسه نه دی څرګند او وسله وال له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

دی وايي، ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 141251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com