نبیل: افغانان د خلیلزاد د نیابتي سولې لوړه بیه پرې کوي

9 اسد 1400 ساعت 14:43

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، افغانان د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نیابتي سولې لوړه بیه پرې کوي.


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، افغانان د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نیابتي سولې لوړه بیه پرې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د ډاکټر خلیلزاد د دوحې د تړون نتیجه! له بده مرغه، افغانان د ډاکټر خلیلزاد د ‘نيابتي سولې’ ډېره لوړه بيه ورکوي.»

نبیل په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وړاندې له دې یې هم، د خلیلزاد له خوا د سولې پروسه باندې نیوکې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141253

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141253/

جمهور
  https://www.jomhornews.com