د امریکا د ملي امنیت سلاکار:

افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی، د سولې خبرې باید پیل شي

9 اسد 1400 ساعت 14:56

امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د ژر درېدو غوښتنه کړې او له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې د سولې خبرې اترې پیل کړي.


امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د ژر درېدو غوښتنه کړې او له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې د سولې خبرې اترې پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر د ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې روان تاوتریخوالی او د جګړو اوج د منلو نه دی.

نوموړي زیاته کړې، د دې جدي اړتیا ده، چې دواړه لوري د جګړې پر ځای ژر تر ژره مذاکراتو ته راوګرځي او د سولې خبرې په چټکۍ پیل کړي.
 
دی وايي، په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې ښکېل اړخونه جګړې کمې کړي او د مذاکراتو فرصت دې نه ضایع کوي.

جک سلیوان زیاته کړې، چې افغان سوله د امریکا له ملاتړ برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دا یوه بوږنوونکې پېښه ده او په افغان جګړه کې باید بې طرفه وګړو ته زیان وا نه وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com