د حج او اوقافو وزیر:

جنګ مو مستقیم له پاکستان سره دی، د نظام ضد امامان باید ونیول شي

9 اسد 1400 ساعت 15:56

د افغانستان د حج او اوقاف وزیر وايي، هېواد کې روانه جګړه مستقیمآ د پاکستان جګړه ده او د دغه هېواد رښتیني دیني عالمان باید د پنجاب د مداخلو مخه ونیسي.


د افغانستان د حج او اوقاف وزیر وايي، هېواد کې روانه جګړه مستقیمآ د پاکستان جګړه ده او د دغه هېواد رښتیني دیني عالمان باید د پنجاب د مداخلو مخه ونیسي.

د جمهور آژانس محمد قاسم حلیمي چې نن شنبې د زمري ۹ مه کابل کې یوې غوندې ته وینا کوله پر طالبانو، پاکستان او په افغانستان کې پر یو شمېر دیني عالمانو او امامانو سختې نیوکې وکړې.

حلیم یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه ملطق ناروا او دا یې د پاکستان مستقیمآ جګړه وبلله چې په وینا یې افغانان یې باید پر وړاندې یو موټی ودرېږي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې و ویل«تاسو د پردیو د لاس آلې یاستي، هغه ورځ چېرته وي، چې پنجابیان په سپین بولدک کې افغان خاورې ته د ننه شول، کله چې وایۍ موږ هېڅ بهرنی نه منو، دا په دې مانا ده، چې پنجابیان تاسو ته پردي او بهرني نه دي، هېواد وپلوره، تاسو د پاکستان د لاس آلې یاستۍ، غواړي پنجابیانو ته لار ورکړي، چې بولدک او بدخشان ته لاړ شي، کنړ کې زموږ د قران حافظان شهیدان کړي او یا په پکتیا کې ډېورنډ کرښه مخ ته راوړي.»

د حج او او قافو وزیر و ویل، چې نور پټول او ډار نه دی پکار او به زغرده وايي، چې دا جګړه مستقیمآ د پاکستان ده او طالبان یې مخ ته ورته وړي.

هغه وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپله خوله اقرار وکړ، چې د طالبانو مړي او ژوندي په پاکستاني کې دي او پاکستان دا غواړي، چې افغانستان، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، پلونه، فابریکې او نور.... عامه تاسیسات ونه لري، بلکې مطلق جهل ځکه همدا د پاکستان په ګټه دي.

ښاغلي حلیمي د پاکستان پر ریښتنیو دیني عالمانو غږ وکړ او ترې ویې غوښتل، چې افغانستان کې د پنجاب د مداخلو مخینوی وکړي، ځکه په وینا یې تر چې یو افغان شتون ولري، پاکستان افغانستان خاوره نیولی نه شي.

هغه و ویل، چې پاکستان دې د خاورې نیولو خوبونه نه وي، بلکې دا افغانان دي، چې د پاکستان سره د خاورې دعوا لري نو ځکه دې پاکستان دا فکر نه کوي، چې په خپلو وحشي او بدو اعمالو به افغانان وډاروي.

ښاغلي حلیمي پاکستان ته په خطاب کې و ویل«افغان سل کاله وروسته خپل انتقام اخیستی و چا ورته ویلي و، چې بېړه د وکړه، فکر مه کوۍ، دا هر څه زموږ په تاریخ کې راتلونکو نسلونو ته لیکل کېږي، یوه ورځ به یو راشي، چې مېړني پیدا او له تاسو غچ واخلي.»
 
نوموړي وړاندې د پاکستان د نیابتي جګړې په اړه و ویل«موږ نن مستقمیآ له پاکستان سره په جنګ یو، اړیو چې نور خبره پټه نه کړو، دا چې پاکستان عملآ جګړه نه ده اعلان کړې دا زموږ کار نه دی، ولې پوهېږو، چې ټول جګړه مار له هغې خوا راځي، له پاکستاني عالمانو غواړو چې د پنجاب د لاسوهنو مخنیوی وکړي.»

پر داخلي ځینو دیني عالمانو او امامانو نیوکې:

د حج او اوقافو وزیر په هېواد کې د ننه هم پر یو شمېر دیني عالمانو او ملا امامانو هم سختې نیوکې وکړې، چې په وینا یې ښه پوهېږي، دا جګړه ناروا ده خو بیا هم د طالب له وېرې خپل غږ نه شي اوچتولی، بلکې ملاتړ یې کوي.

هغه زیاته کړه، چې د خپلې ادارې په شمول داسې کسان پېژني، چې له حکومت نه یو ځای نه بلکې ۲۰ ځایه معاشونه اخلي، خو بیا هم له وېرې د طالب په ګټه څرګندونې کوي.

نوموړي د هرات د ګذرګاه د جامعې جومات پر ملا امام مولوي انصاري هم له دې امله سختې نیوکې وکړې، چې په وینا یې اسماعیل خان یې د طالب پر وړاندې له جګړې منع کولو او ورته ویل یې چې پرېږده اسلامي حکومت راشي.

ده و ویل«بیا هم ملا انصاري امیر صاحب اسماعیل خان ته ویلي، چې ته د طالب پر وړاندې جګړه مه کو، چې اسلامي حکومت راشي، زه وایم لعنت پر تا خرڅ شوي انصاري، لعنت، تر اوسه مې نه ویل خو اوس وایم چې زر ځله دې د خدای ج لعنت درباندې وي، پر تا خرڅ شوي، او منافقه، او رذیله، هو خبیثه، کله چې اسلام دلته نشته او اسلامي حکومت نشته، نو ته بیا څه بد کوې، چې په محراب کې ولاړ یې، کله چې هېواد کې اسلام نشته، نو ته بیا څه بد کوې، چې خطابت او امامت کوې؟!

ښاغلي حلیمي وړاندې انصاري ته په خطاب کې وویل، دا چې دلته هم امامت شته او هم خطابت شته نو په څه ډول او کومه خوله وايي، چې اسلامي دولت دې راشي، کوم اسلامي دولت؟»

د حج وزیر زیاته کړه«دا جاهل چې د علماوو په جامه کې ناست دی، زه یې ځواب ورکوم، نه پرېږدمو چې نور جاهلان پر ممبر راپورته شي او مسلمان ملت پر وړاندې د دښمن تورې ته لاس وروړي.»
 
ده پر حکومت غږ وکړ، چې د هر هغه کس پر وړاندې چې له دښمن سره یو ځای کېږي، یا هغه عالم چې د نظام ضد څرګندونې کوي، یا د شهید سرتېري جنازه نه کوي او دښمن د ملت پر وړاندې تقویه کوي، ونیسي، ویې وهي او زندان ته یې واچوي.

نوموړي دا ډول کسانو ته په خطاب کې و ویل«د خدای ج لپاره دا څه جهل دي، دا څه غلامي ده، غلامي هم یو حد لري، تر پرونه د چې معاش اخیست، رییس وې، معین وې، بد د کول چې څه د نه ویل، نن چې طالب څو ولسوالۍ ونیوې، له وېرې ذلیل، خبیث او غلام شوې.!؟»

هغه یو ځل بیا پر حکومت ټينګار وکړ، چې هر هغه عالم، چې له دښمن سره یو ځای کېږي، توطیه کوي، تبلیغ کوي، موعظه کوي، دوی ورسره کار نه لري او نه به هم نور اجازه ورکړي، چې په مسجد کې امامت وکړي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه«دومره رذالت، زما له ادارې معاش اخلي، په والله، چې له امریکایانو یې هم معاش اخستی، پر االله ج قسم چې ټول حلال او حرام خوري او بیا پورته کېږي وايي، چې دا دولت اسلامي نه دی، چې اسلامي نه دی، نو بیا ته څه بد کوې، موږ داسې رییسان لرو، چې زما له ادارې دا ۲۰ کاله معاش اخلي، له ۲۰ نورو ځایونو هم معاش اخلي، خو نن دومره ذلیل او ډارن شوي، وایي، ولا صاحب دلته ځینې خبرې دي.»

هغه وړاندې زیاته کړه«زه یې نومونه نه اخلم خو شته داسې کسان چې له دولت څخه معاش اخلي سر له سبا دې دا نظام ترک کړي او لاړ دې شي د همغه خوارجو سره دې یو ځای شي، دلته یې نور ځای نشته، زما امام دی، زما په کور او جومات کې ژوند کوي، برق زموږ لګوي، ډوډۍ او معاش له موږ اخلي، خو هګۍ بل چېرته اچوي، خیرت خو دی.»

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په پای کې تینګار وکړ، چې نور یې د دا ډول کسانو پر وړاندې حوصله پای ته رسېدلې او دغه راز پاکستاني علماو ته هم وايي،، چې ستاسو د مفتي عزیزالرحمن او د هغه شاګردانو ځای زموږ په هېواد کې نشته.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 141257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com