ترکیه: چمتو یو د کابل هوايي ډګر مسوولیت واخلو

10 اسد 1400 ساعت 9:02

د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار وايي، که فغان دولت ورسره موافقه وکړي دوی چمتو دي، چې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت چارې خپله واخلي.


د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار وايي، که فغان دولت ورسره موافقه وکړي دوی چمتو دي، چې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت چارې خپله واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اکار دا څرګندونې پرون شنبې د زمري ۹ مه د افغانستان د ملي دفاع وزرات سرپرست بسم الله محمدي سره په تلېفوني اړیکه کې کړې دي.

انقره کې افغان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ترکیې دفاع وزیر د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره هم چمتوالی ښودلی دی.

ترکیه غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کنټرول مسولیت واخلي.

له ترکیې دا غوښتنه چې د کابل د هوايي ډګر مسوولیت د واخلي هغه وخت د امریکا له خوا وشوه، چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.

تر دې اعلان وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان و ویل، دوی چمتو دي، چې دا مسوولیت واخلي، خو په وینا یې له ښکېلو غاړو سره تر خبرو اترو وروسته به دا کار کوي.

تر اوسه پورې له ښکېلو لورو سره کومه موافقه نه ده رامنځ ته شوې، خو طالبانو وار له مخه د ترکي ځواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 141270

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141270/

جمهور
  https://www.jomhornews.com