د طالبانو د جلب و جذب یو مسوول او دوه ماین جوړونکي نیول شوي

10 اسد 1400 ساعت 9:29

ملي دفاع وزارت بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د جلب و جذب د یوه مسوول او دوه ماین جوړونکو د نیولو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د جلب و جذب د یوه مسوول او دوه ماین جوړونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت ویلي، دغه کسان پرون شنبې د زمري ۹ مه د بلخ کلدارې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

دفاع وزرات په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډویانو د کلدارې ولسوالۍ به اړوند سیمو کې چاڼیز عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د جلب و جذب مسوول ملا عبدالقادر له دوه تنه حرفوي ماین جوړونکو او یوه اندازه چاودېدونکو توکو سره یو ځای ونیول شول.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141271

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141271/

جمهور
  https://www.jomhornews.com