محب د ناټو له ملکي استازي سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي

10 اسد 1400 ساعت 10:22

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ناټو له لوړ پوړي ملکي استازي سټفانو پونټکورو سره لیدلي دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ناټو له لوړ پوړي ملکي استازي سټفانو پونټکورو سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا خپرپاڼه وايي، ښاغلي محب او ښاغلي پونټکورو پرون شنبې د زمري ۹ مه سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان ځواکونو په روزنه، د کابل نړیوال هوایي ډګر پر فعالیت، د ښځو، سولې او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د ژمنو پر عملي کولو خبرې اترې کړې دي.
 
د ملي امنیت شورا زیاتوي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د ناټو د حضور د راتلونکي فصل په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141276

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141276/

جمهور
  https://www.jomhornews.com