ولسمشرغني د ملي شورا فوق العاده غونده رابولي

10 اسد 1400 ساعت 10:33

ځینې سرچینې وايي، ټاکل شوې ولسمشر غني د هېواد د روان وضعیت د ارزونې په اړه د ملي شورا فوق العاده غونډه راوبولي.


ځینې سرچینې وايي، ټاکل شوې ولسمشر غني د هېواد د روان وضعیت د ارزونې په اړه د ملي شورا فوق العاده غونډه راوبولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې یوه غړې نېک بخت فهمي تایید کړې، چې ولسمشر د ملي شورا یوه فوق العاده غونډه رابللې ده.

ویل کېږي دغه غونده به سبا دوشنبې د زمري ۱۱ مه د ولسمشر له خوا راوبلل شي او په کې به د هېواد د روانو حالتو په اړه خبرې او تصامیم ونیول شي.

د ولسي جرګې غړې مېرمن فهیمي وايي، په اوسنیو شرایطو کې د دا ډول غونډې رابلل یوه جدي اړتیا او د دې غوندي اصلي اجنډا هم امنیت او سوله ده.

ولسمشر دا غونده پر داسې مهال رابولي، چې دا مهال ملي شورا د ګرمۍ په رخصتۍ تللې خو د اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر صلاحیت لري، چې د مهمو ملي مسایلو په اړه د ملي شورا فوق العاده غونډه راوبولي.

که دا غونډه وشي نو دا به لومړی ځل وي، چې ولسمشر غني په تېره ۷ کلنه دوره کې ملي شورا یوې فوق العاده غونډې ته رابولي.

ولسمشر دا غونده پر داسې مهال رابولي، چې له یوې خوا په هېواد کې جګړو د پخوا په پرتله سخت زور اخیستی او له بلې خوا د طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141277

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141277/

جمهور
  https://www.jomhornews.com