حسین حقاني:

د پاکستان د پوځ ستره برخه تمرکز د ترهګرو ډلو په روزنه او پالنه دی

10 اسد 1400 ساعت 12:26

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، پاکستان چې د ترهګرو ملاتړی دی، امریکا یې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.


په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، پاکستان چې د ترهګرو ملاتړی دی، امریکا یې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، چې د پاکستان د پوځ ستره برخه تمرکز د ترهګرو ډلو په روزنه او پالنه دی.

دی وايي، پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شاه دی او په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو او ورانکارو ملاتړ کوي.

حقاني پر نړیوالو غږ کړي، چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د پاکستان پر ملاتړ دې سترګې نه پټوي، بلکې دا هېواد دې د ترهګرو له ملاتړه راوګرځوي.

هغه ویلي«نړیوال ولې په دې سترګې پټوي، چې پاکستان له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا دی او په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو او ورانکاریو ملاتړ کوي.»

دغه پخواني دیپلومات زیاته کړې، پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي، د هند د کمزوري کولو لپاره یې لسګونه ترهګرې ډلې جوړې کړې دي او ترهګري په واضح توګه د پاکستان د بهرني سیاست تګلاره ده.

حسین حقاني وايي« د پاکستان د پوځ ستره برخه تمرکز د ترهګرو ډلو په روزنه او پالنه دی.»

نوموړي خبرداری ورکړي، چې امریکا د پاکستان پر وړاندې هېڅ ډول اقدام نه کوي او که وضعیت همداسې روان وي نو افغانستان به د خونړیو جګړو پر ډګر بدل شي.

پخواني پاکستاني دیپلومات حقاني ټینګار کړي، چې طالبان له القاعده شبکې سره نه شلېدونکې اړیکې لري او امریکا دې په دې ستر حقیقت سترګې نه پټوي او پر وخت دې د سترو ګواښونو د ختمولو لپاره اقدام وکړي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 


د مطلب کود: 141285

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141285/

جمهور
  https://www.jomhornews.com