عرب نیوز: افغانستان کې د روانې جګړې مسووله امریکا ده

11 اسد 1400 ساعت 9:14

عرب نیوز په یوه مقاله کې وايي، چې په افغانستان کې د ورانې جګړې مسووله امریکا ده او امریکا افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ کړی دی.


عرب نیوز په یوه مقاله کې وايي، چې په افغانستان کې د ورانې جګړې مسووله امریکا ده او امریکا افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې ویلي، نړیوالې ترهګرې ډولې په افغانستان کې رامنځ ته شوي فرصت نه په استفادې په چټکۍ د پیاوړتیا په حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه ترهګرې ډلې په ټولینزو رسنیو کې د خپلو افرادو د انسجام لپاره هڅه کوي او خپل فعالیتونه یې زیات کړي دي.

عرب نیوز زیاتوي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د امریکايي چارواکو تر ټولو ستره تېروتنه وه نو ځکه د روانې جګړې مسووله هم امریکا ده.

نشریه وايي، له یوې خوا د ترهګرو ډلو فعالیتونه او له بلې خوا د امریکا د مخالفو هېوادونو موجودیت به د دې سبب شي چې امریکا ته یو ځل بیا ستر ګواښونه جوړ شي.

عرب نیوز ټینګار کړي، چې د امریکا وتلو افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ کړی دی چې مسوولیت یې پر امریکا دی.

سرچینه وايي، همدا اوس طالبان سختې جګړې کوي، چې القاعده شبکه یې تر څنګ ده او هڅه کوي د افغانستان د رسمي حکومت د نفوذ کړۍ تنګه کړي.

عرب نیوز خبرداری ورکړی، چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو د هیلو څرک نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141302

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com