د وردګو د سیدآباد ولسوال په کابل کې وژل شوی دی

13 اسد 1400 ساعت 9:06

د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره تاییدوي، چې د وردګ ولایت د سیدآباد ولسوال امیر محمد ملکزی په کابل کې وژل شوی دی.


د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره تاییدوي، چې د وردګ ولایت د سیدآباد ولسوال امیر محمد ملکزی په کابل کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر ولسوال امیر محمد ملکزي پرون سه شنبې د زمري ۱۲ مه مازیګر مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند قلعه وزیر سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا برید شوی دی.

د سیمه ییزه خپلواکې ادارې ویلي، په دغه برید کې ولسوال ملکزی وژل شوی دی.

د یادې ادارې مشر شمیم خان کټوازي د سیدآباد د ولسوال پر وژل کېدو خواشني ښودلې او هغه یې د هېواد یو رښتینی خدمتګار بللی دی.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او امنیتي چارواکو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141371

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141371/

جمهور
  https://www.jomhornews.com