۰
د اتمر او جي شنکر خبرې:

افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غوندې جوړېدو غوښتنه کړې

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره په تلېفوني اړیکه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غوندې جوړېدو غوښتنه کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره په تلېفوني اړیکه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي اتمر او ښاغلي شنکر خبرې پرون سه شنبې د زمري ۱۲ مه شوې  دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه تلېفوني مکالمه کې اتمر د شنکر سره د حملو د زیاتوالي، په افغانستان کې د طالبانو او بهرنیو ترهګرو ډلو لخوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناستې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

سرچینه وايي اتمر له جي شنکر څخه چې دمګړۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوريي مشري پر غاړه لري وغوښتل، چې د روان وضعیت په هلکه د دغه شورا ځانګړې غونډه راوبولي او د افغانستان په اړه وروستي مسایل په کې مطرح کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل، ملکي مرګ ژوبله او د عامه تاسیساتو ورانول هغه مسایل دي چې امنیت شورا باید ورباندې بحث وکړي.

په ورته وخت د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دوی د دغه غونډې د جوړولو لپاره هڅه کوي او په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندي.

د یادونې ده، چې اتمر پرون د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره هم لیدلي او د افغانستان په روان وضعیت یې مفصلې خبرې ورسره کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لیدنه کې اتمر و ویل، چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال اتلس میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند تېروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي