د محمدي په کور په برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي

13 اسد 1400 ساعت 10:52

د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې کابل ښار کې د تېرې شپې په موتر بم او ډلیز وسله وال برید کې ۸ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ نور ټپیان دي.


د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې کابل ښار کې د تېرې شپې په موتر بم او ډلیز وسله وال برید کې ۸ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ نور ټپیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ویلي، افغان ځواکونو تر پنځه ساعته عملیاتو وروسته بریدګر له منځه وړي دي.

که څه هم نوموړي په دې اړه چې بریدګر څو تنه و څه نه دي ویلي، خو راپورونه وایي، څلور بریدګر و، چې څلور واړه وژل شوي دي.

ویل کېږي په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن، یو د ملي امنیت کارکوونکی، یو د محمد ساتونکی او دوه د یوه بل وکیل ساتونکي هم شامل دي.

د یادونې ده، چې پرون ماښام د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند شېرپور سیمه کې د ملي دفاع د سرپرست وزیر بسم الله محمدي په مېلمستون وسله والو برید وشو.

ویل کېږي لومړی یو موټر بم برید شوی او له هغې وروسته څو تنه وسله وال د محمدي د کور تر څنګ د یوه وکیل کور ته ننوتي او له هغې ځایه یې جګړه کړې ده.

په دغه برید او جګړه کې د سیمې د اوسېدونکو د کورنو ښيښې هم ماتې شوې او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

په کابل ښار کې دغه چاودنه پر داسې مهال کیږي چې تیره شپه ګڼ شمېر کابل ښاریانو د الله اکبر نارو په وهلو سره په هیواد کې د جګړې بندېدو غوښتنه کول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141382

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141382/

جمهور
  https://www.jomhornews.com