د کابل د تېرې شپې برید ته د ولسمشر غني غبرګون:

 د طالبانو جګړه فتنه او فساد دی پر وړاندې یې درېدل پکار دي

13 اسد 1400 ساعت 11:50

ارګ په کابل ښار کې د تېرې شپې د برید پړه چې کابو ۲۸ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې پر طالبانو اچولې او دا یې یو ترهګر عمل بللی دی.


ارګ په کابل ښار کې د تېرې شپې د برید پړه چې کابو ۲۸ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې پر طالبانو اچولې او دا یې یو ترهګر عمل بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ نن چهارشنبې د زمري ۱۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ولسمشر له قوله ویلي، چې طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام د هېوادوالو د الله اکبر سپېڅلې نارې د غلي کولو لپاره پرون ماښام دکابل ښار شېرپورکې د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

ولسمشر غني د دغه برید د غندلو تر څنګ ویلي، د طالبانوجګړه فتنه او فساد دی او د الهي ارشاداتو له مخې د فتنه ګرو او فسادګرو پر وړاندې داسې ودرېدل پکار دي.

هغه زیاته کړې«لکه په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې چې زموږ هېوادوال د فتنې د دفعه کولو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ټینګ ودرېدل، دغه بهیر به ادامه ولري.»
 
سرچینه وايي، ښاغلي غني د خلکو او الله اکبر سپېڅلې نارې د دفاع په موخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پر وخت اقدام، زړورتیا او مېړانې د قدردانۍ ترڅنګ د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګند او اړوندو مسوولینو ته د ټپیانو د درملني او د قربانیانو کورنیو ته د رسېدګۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې ده، چې تېر ماښام د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند شېر پور سیمه کې د ملي دفاع وزرات د سرپرست بسم الله محمدي په کور ډلیز وسله وال برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه برید کې د یوې مېرمنې په ګډون ۸ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ نور ټپیان دي، خو د محمدي کورنۍ ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

د دوی په وینا برید د څلور واړه بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دغه برید مسوولیت نه دی اخیستی او غبرګون یې نه دی ښودلی، خو ارګ یې مسوول طالبان بللي دي.

بل خوا د طالبانو بیا د کابل ښاریانو له خوا د تکبیر نارې پر وړاندې غبرګون ښودلی ویلي یې دي، دوی دا شل کاله د الله اکبر تر ناره لاندې له امریکايي کفري یرغل او غلامانو پر وړاندې جهادی کړی دی.

مجاهد زیاته کړې، چې دا شعار د دوی دی، نه دې امریکايي غلامانو او سیکولرانو او په وینا یې دوی له دا ډول درواغجنو شعارونو وېره نه لري، بلکې د غلامانو سره به حساب او کتاب کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com