ناټو: د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ یو، لا ډېرې مرستې ورسره کوو

13 اسد 1400 ساعت 15:39

ناټو سازمان ویلي، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او له دغه ځواکونو سره به لا ډېرې مرستې وکړي.


ناټو سازمان ویلي، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او له دغه ځواکونو سره به لا ډېرې مرستې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو ویاندې اونا لانګسکو په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې ناټو به افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړې ټینګار کړي، چې افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او روغتیايي توکي استوي او په دې برخه کې به یې همکارۍ دوامداره وي.

د ناټو ویاندې زیاته کړې، چې د روان کال له پیله تر دې دمه ناټو د اویا میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او روغتیایي توکي افغان پوځ ته لېږلي دي.

یاد سازمان تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي او ترهګرۍ ضد جګړه کې ددوی تر څنګ ولاړ دي.

ناټو پر داسې مهال له افغان ځواکونو سره د لا ډېرو مرستو ډاډ ورکوي، چې له یوې خوا په افغانستان کې جګړو سخت زور اخیستی او له بلې خوا د سولې خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141402

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141402/

جمهور
  https://www.jomhornews.com