اروزګان کې یو تاریخ پوه او لیکوال ناپېژانده وسله والو وژلی دی

14 اسد 1400 ساعت 11:26

سیمه ییز چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې یو تاریخ پوه او لیکوال عبدالله عاطفي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې یو تاریخ پوه او لیکوال عبدالله عاطفي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د زمري ۱۳ مه) د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د اروزګان چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو تېره شپه تاریخ پوه او لیکوال عبدالله عاطفي له خپل کور څخه ایستلی او وروسته یې شهید کړی دی.

تر اوسه د دغه قتل لامل نه دی معلوم او نه هم چا د دې قتل مسوولیت اخیستی.

تاریخ پوه او لیکوال عبدالله عاطفي په اقتصاد او انجینرۍ کې دوه ماسټرۍ په اروپا کې کړې وې.
 
مرحوم عاطفي د "شرق السلطان لرغوني پښتانه عبریان" په نوم د تاریخ یو کتاب په ۱۳۰۰ مخونو کې کلونه وړاندې چاپ کړی و.
 
دا په داسې حال کې ده، چې ويل کېږي تېره په کندهار ښار کې هم یو قومي مشر او سپین ږیرۍ د نامعلومه وسله والو له خوا د کور څخه ایستل شوی او وروسته یې وژلی دی.
 
جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 


د مطلب کود: 141426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com