۰
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره:

د افغان جګړې ښکېل لوري دې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي

شنبی ۱۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په افغانستان کې په روان وضعیت سخته اندېښنه ښودلې وايي، دواړه لوري دې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
د افغان جګړې ښکېل لوري دې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په افغانستان کې په روان وضعیت سخته اندېښنه ښودلې وايي، دواړه لوري دې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې مشرې مېشل بشلټ په افغانستان کې وران وضعیت بوږنونکی بللی وايي، د ملکي وګړو مرګ ژوبلې اندېښمن کړي دي.

نوموړې ویلي، دوی بیا هم د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې بشري جنایت ودروي او د سولې د خبرو له لارې په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د مېرمن مېشل په خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په مستندولو بوخته ده او هڅه کوي د ښکېلو لورو هغه موارد په ګوته کړي چې بشر ضد جنایت بلل کېږي.

دا وايي، ملګري ملتونه په تېره د بشري حقونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په لټه کې ده او د بشر ضد جنایتونو د ترسره کوونکو د محاکمې ژمنه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره دا غوښتنه پر داسې مهال کوی، چې په تېرو څلورو میاشتو کې د جګړې له امله تر پنځه زره زیاتو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سوونو زره کورنۍ له خپلې مېنې بې ځایه شوي دي، چې په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي