د امریکا سفارت سرپرست: طالبان له سولې وېره لري

16 اسد 1400 ساعت 10:02

کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راسن ویلسن یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې تاوتریخوالی ودوري او د سولې خبرې پیل کړي.


کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راسن ویلسن یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې تاوتریخوالی ودوري او د سولې خبرې پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن پرون جمعه د زمري ۱۵ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، د طالبانو تاوتریخوالی او کرکه هېڅکله هم د حکومتولۍ د دوام یوه بڼه نه وه.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې ډلې له خوا مخکیني سر پرې کول،اوسني بریدونه او هدفي وژنې ددې ښکارندویي کوي چې طالبان یوازې تاوتریخوالی پېژني او له سولې وېره لري.

د امریکا سرپرست سفیر وېلسن وایي، دوی له طالبانو غواړي چې د سولې لار غوره کړي.

په ورته وخت سپینې ماڼۍ هم ویلي، د طالبانو له لوري وروستي اقدامات به له دوی سره د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې مرسته ونه کړي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييسې جین ساکي یوې خبري غونډه کې ویلي، د امریکا نظر دا دی، که طالبان د نړیوال مشروعیت د ادعا غوښتنه لري، دا ډول اقدامات دوی ته هغه مشروعیت نه ورپه برخه کوي چې دوی یې په لټه کې دي.

نوموړې ویلي، طالبان باید دې لارې ته دوام ورنه کړي او خپله دا انرژي چې په پوځي هلوځلو لګوي باید د سولې پر پروسې ولګوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141463

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141463/

جمهور
  https://www.jomhornews.com