ایمل ولي خان:

زرګونه وسله وال افغانستان ته روان دي، خو پاکستان یې مخنیوی نه کوي

17 اسد 1400 ساعت 9:25

د پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان یو ځل بیا پر پاکستان سختې نیوکې کړې او دا هېواد یې له افغانستان سره په دوه مخې پالیسۍ تورن کړی دی.


د پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان یو ځل بیا پر پاکستان سختې نیوکې کړې او دا هېواد یې له افغانستان سره په دوه مخې پالیسۍ تورن کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولي خان د پېښور چارسده کې د پښتنو سیاستوالو یوې غونډې ته ویلي، چې همدا اوس زروګونه وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره روان دي، خو پاکستان یې مخینوی نه کوي.

ده و ویل«اوسمهال له پاکستانه په زرګونو ترهګر افغانستان ته د جهاد لپاره استول کېږي او هلته یې اور بل کړی دی.»
ولي خان له پاکستانه و افغانستان ته د وسله والو د اوښتو خبره پر داسې مهال کوي، چې څو موده وړاندې ولسمشر غني هم په یوه نړیوال کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر ۱۰ زره وسله وال له پاکستان څخه افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي او دلته یې چور او تالان ګډ کړی دی.

خان دا هم زیاته کړې، چې په دې ورځو کې له افغانستانه د وسله والو جسدونه وروړل کېږي او هلته یې د پاکستان په ملي بیرغ کې او ښه په درناوي سره بيا خاورو ته سپارل کېږي.

ایمل ولي خان وايي، وويل، د پاکستانيو ادارو له لوري په سپين بولدک کې افغان ځواکونو ته ګواښونه هم شوي خو ده د دې ګواښونو د بڼې په ډېر جزییات ورنه کړل.

نوموړي ټينګار وکړ، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان باید د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډ ډه وکړي.

دغه پښتون مشر په جاره و ویل، چې افغانستان یې یو ګاونډی هېواد نه بلکې د پلار او نېکه وطن دی او هېڅ وخت به یې یوازې پرېنږدي.

ښاغلي خان و ویل، چې د پښتون قوم ماتې د ټولو افغان ولس ماتې بلل کېږي.

نوموړي ان دا هم زیاته کړه، چې د ولسمشر اشرف غني له لوري د افغانستان پرېښودل به د دوی غلام وجود لا پسې غلام کړي.

هغه و ویل«د افغان ولس ټولې هيلې، امېدونه، او راتلونکى د ولسمشر محمد اشرف غني صاحب پورې تړلى دى، د اشرف غني صاحب ماته د پښتون قوم ماته ده، که خداى مه کړه زه داسې سوچ وکړم چې اشرف غني صاحب به وطن پرېږدي دا زما د غلام وجود د لا غلام کېدو مانا لري.»

د یادونې ده، چې ښاغلي ولي خان تر دې وړاندې هم په وار وار پاکستان په افغانستان کې په لاسوهنې او د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com