۰

افغان حکومت هڅه کوي د طالبانو د ملاتړ اصلي مرکزونه نړیوالو ته وښيي

یکشنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۲
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی وايي، دوی هڅه کوي نړیوالو ته د طالبانو او نورو ترهګرو اصلي مرکزونه وروښيي.
افغان حکومت هڅه کوي د طالبانو د ملاتړ اصلي مرکزونه نړیوالو ته وښيي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی وايي، دوی هڅه کوي نړیوالو ته د طالبانو او نورو ترهګرو اصلي مرکزونه وروښيي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسحاقزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو مرکزونه، امن پټنځایونه او روزنځایونه په پاکستان کې دي او دا هېواد د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان لا هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، نو ځکه دوی هڅه کوي، چې نړیوالو ته د طالبانو اصلي مرکزونه په ډاګه کړي.

د سرچینې په خبره پاکستان ته په کار ده چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ودروي او له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي.

دی وايي، افغانستان د نړیوالو قطعنامو په پام کې نیولو سره له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او د دغه ډلې وروستي ورانکاره فعالیتونه وڅاري.

ښاغلي اسحاقزي ټینګار کړي، چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو له همدې امله د نړیوالو بنسټونو مسوولیت دی، چې د دغه ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وایي، دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه بېځایه دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وایي چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې او دوی په دې اړه شکایت لري.
هغه وایي په دې غونډه کې پر دوی د ترهګرو د روزونکي هېواد تور لګول شوی چې بې ځایه دی.
د یادونې ده، چې دملګرو ملتونو امنیت شورا کې هند او ځینو نورو اړخونو وویل چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو روزونکی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي