د بایډن تر امر وروسته بي ۵۲ پر طالبانو بریدونه کړي

17 اسد 1400 ساعت 10:01

د امریکا د ولسمشر جوبایډن تر اعلان وروسته د امریکا بې ۵۲ جنګي الوتکو افغانستان کې د طالبانو پر ځینو غونډو بریدونه کړي دي.


د امریکا د ولسمشر جوبایډن تر اعلان وروسته د امریکا بې ۵۲ جنګي الوتکو افغانستان کې د طالبانو پر ځینو غونډو بریدونه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن پرون بېرته په افغانستان کې پر طالبانو د بي ۵۲ د بریدونو امر ورکړ، چې ورسره سم د شبرغان په اړونده سیمو کې پر طالبانو بریدونه وشول.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، بي ۵۲ پرون شنبې د زمري ۱۶ مه ناوخته د جوجان مرکز شبرغان کې د طالبانو پر یوه ګروپ هوايي بریدونه وکړل.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه هوايي بریدونو کې تر ۲۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند هم تایید کړې چې دوی هوایي بریدونه پيل کړي خو د وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف هم تایید کړې چې یادو الوتکو تېره شپه وقفه يي هوايي بریدونه کړي دي او هغه طالبان یې په نښه کړي چې پر شبرغان یې بریدونه کړي دي.

د نوموړې په خبره طالبان په تيپ لېوا کې د وسلو او مهماتو د راټولولو په حال کې وو چې د هوایي برید ښکار شول او شاوخوا سل کسه ووژل شول.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141488

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141488/

جمهور
  https://www.jomhornews.com