کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان پر ښارونو د وسله والو طالبانو له تاوتریخوالي ډګ بریدونه په کلکه غندلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت پرون شنبې د زمري ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو مواردو کې د جمعې په ورځ په غیر قانوني ډول د نیمروز په مرکز زرنج ښار، پرون د جوزجان په مرکز شبرغان او تر هغې وړاندې د هلمند مرکز لښکرګاه او نورو ولایتونو په مرکزونو د نیولو لپاره بریدونه شامل دي.
د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو هغه اقدامات چې په زوره د خپل حاکمیت د تپلو لپاره یې کوي د منلو وړ نه دي.
کابل کې د امریکا سفارت ټينګار کړي، چې د طالبانو دغه بریدونه د دوحې د سولې له پروسې سره په ټکر کې دي چې هدف یې د مذاکرو له لارې پر سیاسي جوړجاړي سلا کېدل دي.
د یادونې ده، چې طالبانو وړمه شپه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار بریدونه وکړل او دا ښار یې ونیوه، له پرون شپې راهیسې یې دوه ځلې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار بریدونه وکړل او ځینې سیمې لاس په لاس شوې.
خو د طالبانو تر دغه بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا د بي ۵۲ امریکایي جنګي الوتکو د بریدونو امر وکړ، چې وروسره سم شبرغان کې پر طالبانو بریدونه وشول.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې بي ۵۲ شبرغان کې د طالبانو په یوه ګروپ برید کړی او تر ۲۰۰ ډېر وسله وال طالبان یې وژلي دي.
طالبانو تر اوسه د بي ۵۲ د بریدونو او په کې دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل