۰

د خوست صبریو کې د هاوان مرمۍ ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

یکشنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۲
سیمه ییز چارواکي وايي، د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې او ۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست صبریو کې د هاوان مرمۍ ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې او ۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د زمري ۱۵ مه ماښام مهال د صبریو ولسوالۍ په لیوانخېلو کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د صبریو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ وايي، د هاوان مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې، چې په یاد کلي کې په یوه کور لګېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د مرمۍ د لګېدو له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي یو نارینه او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د همدې خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منخ جګړه کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰ ډېر ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي