۰

کابل کې دوه څارنوالان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۳
کابل کې د عدلي مرکز او بګرام زندان د موظفو څارنوالانو په موټر په وسله وال برید کې دوه څارنوالان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
کابل کې دوه څارنوالان وژل شوي دي
کابل کې د عدلي مرکز او بګرام زندان د موظفو څارنوالانو په موټر په وسله وال برید کې دوه څارنوالان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د زمري ۱۷ مه د کابل ښار ده سبز ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، په ده سبز ولسوالۍ کې د دوی د څارنوالانو په موټر وسله وال برید شوی، چې په کې طوفان عمري او یو بل موظف څارنوال وژل شوي او یو بل څارنوال ټپي شوی دی.

لویې څارنوالۍ دا برید غندلی او هغه یې بشري جنایت، د عدالت، سولې او د افغانستان د خلکو له ثبات سره دښمني بللې ده.»

د یادونې ده، چې طوفان عمري د پکیتا غږ د سیمه ییزې راډیو د نشراتو مسئول هم و او د ازادو رسنیو د ملاتړ له ادارې (نۍ) سره یې هم کار کاوه.

نۍ د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چې دا مسئله دې جدي‌ تعقیب کړي او عاملانو ته دې سزا ورکړي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه پال هم په یوه وسله وال برید کې و وژل شو.

د مینه پال د قتل مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي