۰

هلمند کې یو خبریال طالبانو برمته کړی دی

دوشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۲
د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، هلمند ولایت کې یو سیمه ییز خبریال نعمت الله همت د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوی دی.
هلمند کې یو خبریال طالبانو برمته کړی دی
د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، هلمند ولایت کې یو سیمه ییز خبریال نعمت الله همت د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نۍ ادارې سیمه ییزه مسوولین وايي، هلمند کې د بُست سیمه ییزې رادیو د نشراتو مسوول نعمت الله همت په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا برمته شوی دی.

په جنوب کې د نۍ یا د آزادو رسنیو د ملاتړې ادارې مسوول عبدالسمیع غیرتمل وايي، همت ناوې ولسوالۍ کې خپل کور ته تللی و، چې پرون طالبانو له کوره ایستلی او له ځان سره بېولی دی.

دی زیاتوي، د هغه تفاهم او ژمنې پر اساس چې طالبانو له رسنیو سره کړې، غوښتنه او هیله دا ده چې نعمت الله همت ژر تر ژره خوشې کړي.

باید و ویل شي، چې نعمت الله همت د غرغښت تلوېزیون خبریال هم و.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون بیا په کابل کې یو خبریال طوفان عمري د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:هلمند
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي