سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د یوې ماین چاودنې او یوه راکټ د لګېدو له امله ۲۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري وایي، دواړه پېښې نن سه شنبې د زمري ۱۹ مه د ښار د لومړۍ حوزې اړوند کلاه سبز په سیمه کې رامنځ ته شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښو کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ولایتي شورا د پېښو مسوولیت پر طالبانو واچاوه خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:غزني