اتمر او ویلسن د طالبانو د بریدونو د بندېدو په اړه خبرې کړې

20 اسد 1400 ساعت 11:14

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ویلسن لیدنه پرون سه شنبې د زمري ۱۹ مه شوې او دواړو په کې پر ښارونو د وسله والو طالبانو د بریدونو د سملاسي بندېدو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، محمد حنیف اتمر او راس وېلسن پرون پر ښارونو د طالبانو د حملو د بندېدو تر څنګ د سولې پروسې پر تحولاتو هم خبرې وکړې.

سرچینه وايي، ښاغلي وېلسن په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه وښوده او ډاډ یې ورکړ چې واشنګټن به د تاوتریخوالي کمېدو او د پایداره سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

اتمر او ویلسن پر داسې مهال د طالبانو د بریدونو بندېدو په اړه غږېږي، چې طالبانو په دې وروستیو څو ورځو کې د بغلان، تخار، سرپل، سمنګان، جوزجان، نیمروز، بدخشان او فراه ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141613

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com