افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی وايي، پاکستان په ښکاره د ترهګرو ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي وړمه ورځ په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغان حکومت دې د خپلو ناکامیو پړه پر پاکستان نه اچوي.
قریشي له طالبانو سره جګړه کې پر افغان ځواکونو هم نیوکه کړې او ویلي یې و، چې افغان ځواکونه له طالبانو سره د جګړې اراده نه لري.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پاکستان د طالبانو په ګډون د هغو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی چې په افغانستان کې جګړه پر مخ بیایي.
خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو دوو لسیزو کې له پاکستان څخه د افغان حکومت مکرره غوښتنه دا وه چې دغه هېواد باید د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي او ملموس اقدامات وکړي خو، زیاتوي چې پاکستان تر اوسه پورې انکار کوي.
په بیان کې د قریشي هغو څرګندونو ته په اشارې چې افغان ځواکونه د جګړې اراده نه لري راغلي، افغان ځواکونه شپه او ورځ په پیاوړې عزم او نه ماتېدونکې ارادې د طالبانو په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي.
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو تر څنګ یې افغان ځواکونه شپه او ورځ د طالبانو، سیمه ییزه او نړیوالو ترهګرو پر وړاندې په ټینګ عزم سره جنګېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل