ولسمشرغني له خپل ترکي سیال اردوغان سره خبرې کړې دي

21 اسد 1400 ساعت 9:52

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر افغان سوله خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي اردوغان تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د زمري ۲۰ مه شوې او ښاغلي غني د ترکیې په انتالیا او ادانا ښارونو کې د اور لګېدو له امله رامنځ ته شویو ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشني ښودلې.

ښاغلي غني د دې تر څنګ د ترکیې د اصولي دریځ او په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي زیاتولو په اړه د دغه هیواد د اندېښنو قدرداني وکړه.

ولسمشر غني په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د راوستلو په برخه کې یې په سیمه کې د ځواکمن اسلامي هیواد په توګه د ترکیې رول ارزښتناک وباله.

په ورته وخت ولسمشر اردوغان په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي، باید په افغانستان کې تاوتریخوالی پایته ورسېږي د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین په موخه سیاسي حللاره پیدا شي.

د ترکیې ولسمشر زیته کړې، چې د افغانستان وضعیت څاري او د تاوتریخوالي پایته رسولو او د عادلانه او پایداره سولې د تامین په موخه به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې د افغانستان او ترکیې جمهوررئیسانو د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141650

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141650/

جمهور
  https://www.jomhornews.com