۰
د بشري حقونو عالي کمېشنري:

افغانستان کې له بشري ناورین رامنځ ته کېدو باید مخنیوی وشي

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۲
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمېشنري وايي، نړیوال دې افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.
افغانستان کې له بشري ناورین رامنځ ته کېدو باید مخنیوی وشي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمېشنري وايي، نړیوال دې افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې کمېشنرۍ مشرې مېشل باچله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغان جګړه کې ملکي تلفات لوړ شوي دي.

مېرمن باچله زیاته کړې، چې  د جګړې تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو ته اوړي او که وضعیت همداسې دوام کوي په افغانستان کې د بشري ناورین د پراختیا امکان شته دی.

نوموړې ټینګار کړي، چې نړیوال دې په افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي، د سولې هڅې دې پراخې کړل شي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

باچله وایي طالبان باید پر ښارونو له برید کولو ډډه وکړي ځکه په دې سره د ملکي وګړو تلفات ډېرېږي او عامه تاسیساتو له منځه ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي