۰

طالبانو غزني ښار ته هم ننوتي او ښار یې ولکه کړی دی

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۹
راپورنه وايي، وسله وال طالبان غزني ښار ته هم ننوتي او د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ په ګډون یې ګڼې دولتي ادارې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
طالبانو غزني ښار ته هم ننوتي او ښار یې ولکه کړی دی
راپورنه وايي، وسله وال طالبان غزني ښار ته هم ننوتي او د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ په ګډون یې ګڼې دولتي ادارې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غزنی له څه مودې راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې و خو نن سهار په دې وتوانېدل، چې دغه ښار ولکه کړي.

که څه هم تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د غزني سیمه ییز چارواکي او طالبانو تایید کړې، چې ښار طالبانو ولکه کړی دی.

د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقري وایي، طالبان د غزني د والي داوود لغماني سره په تفاهم ښار ته ننوتي او پر دولتي ودانیو یې کنټرول لګولی.

فقیري پر خپله فسبوک پاڼه ځینې انځورونه هم خپاره کړي، چې ګویا د والي لېږدونکی د موټرو کاروان د طالبانو په منځ کې تېرېږي.

نوموړي داود لغمانۍ له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی وايي، لغماني د سلطان محمودي غزني په روضه کې د طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان ابوبکر سره روغ بړ کړی او ابوبکر قوماندان د خوشحالۍ ډزو په کولو سره والي د کابل په لور بدرګه او اسکورټ کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې غزني ښار دوی ولکه کړی او والي او امنیه قوماندان ته یې اجازه ورکړې، چې کابل ته ولاړ شي.

ځايي اوسېدونکي هم وایي، چې ښار طالبانو نیولی خو اوس مهال جګړه ارامه شوې او یوازې د ملي امنیت ریاست پاتې دی.

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې، د نیمروز، بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان، سمنګان، سرپل او کندوز ولایتونه نیولي، چې غزنی یې نهم ولایت دی، چې نیسي یې.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي