۰

د ترکیې ولسمشر: ښايي د طالبانو له مشر سره وګورم

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۱۵
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري په چټکۍ د ځینو سيمو نيولو او جګړو په اړه اندېښنه ښوولې ده.
د ترکیې ولسمشر: ښايي د طالبانو له مشر سره وګورم
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري په چټکۍ د ځینو سيمو نيولو او جګړو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رجب طیب اردوغان ویلي، د افغانستان وروستي تحولات او د افغان ولس حالت په رښتیا د اندېښنې وړ دی او ښايي د طالبانو له مشر سره وګورم.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه له طالبانو سره د خبرو اترو کولو په لټه کې ده، او زیاتوي«ښايي حتی که زه وکولای شم له هغه چا سره ووینم چې د هغوی مشر دی.»

د ترکیې ولسمشر له دې مخکې هم اعلان کړی و، چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو په هکله به له طالبانو سره خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې ښاغلي اردوغان پرون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم د افغانستان پر روان وضعیت او سولې پروسې باندې خبرې کړې دي.

په دغه خبرو کې هم اردوغان په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو اندېښنه څرګنده کړه وې ویل، د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي ټینګار کړی و، چې باید په افغانستان کې تاوتریخوالی پایته ورسېږي د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین په موخه سیاسي حللاره پیدا شي.

د ترکیې ولسمشر ویلي وو، د افغانستان وضعیت څاري او د تاوتریخوالي پایته رسولو او د عادلانه او پایداره سولې د تامین په موخه به خپلې ټولې هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي