عمران خان:

طالبان به له ترکیې سره د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه خبرو ته کېنوم

23 اسد 1400 ساعت 8:07

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، طالبان به د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په تړوا له ترکي چارواکو سره مخامخ خبرو ته کېنوي.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، طالبان به د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په تړوا له ترکي چارواکو سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان زیاته کړې، چې دا کار به پر طالبانو له خپل نفود څخه په ګټې اخیستنې تر سره کړي.

عمران خان څه موده وړاندې هم زیاته کړې وه، چې طالب مشرانو ورته ویلي تر هغې به د سولې مذاکرات ونه کړي تر چې ولسمشر غني په واک کې وي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، پاکستان پر طالبانو د پام وړ نفوذ نه لري او د سولې او مذاکراتو لپاره د دغه ډلې د حاضرولو لپاره څه جاودو نه شي کولی.

خان دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي ښايي د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه له طالب مشرانو سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141687

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141687/

جمهور
  https://www.jomhornews.com