لنډسي ګراهام:

پر افغانستان د طالبانو کنټرول د امنیت د ملي امنیت په ګټه نه دی

23 اسد 1400 ساعت 9:47

په داسې حال کې، چې وسله والو طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۱۸ هغه په بشپړه توګه نیولي مخښ امریکايي سناتور لنډسي ګراهام یو ځل بیا له دې هېواد د امریکايي ځواکونو د وتلو په پرېکړه نیوکه کړې ده.


په داسې حال کې، چې وسله والو طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۱۸ هغه په بشپړه توګه نیولي مخښ امریکايي سناتور لنډسي ګراهام یو ځل بیا له دې هېواد د امریکايي ځواکونو د وتلو په پرېکړه نیوکه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګراهام په خپله ټوېټر پاڼه ټينګار کړی، چې په افغانستان باندې د طالبانو واک د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دی.

نوموړي زیاته کړې، طالبان لا هم د القاعده او داعش سره رښتینې خواخوږي لري او امریکا ته به یې ګواښ د وخت په تېرېدو معلوم شي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو غیر مشروط وتل بشپړ سقوط دی نو ځکه باید د ولسمشر بایډن پرېکړه له سره و ارزول شي.

امریکايي سناتور ګراهام ویلي، د امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ باندې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو سره د مقاومت جوګه و.

ګراهام دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې بایډن درې ورځې وړاندې یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړې څخه دفاع وکړه.

نوموړي ویلي وو، له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو په پرېکړې پښیمانه نه دی او د افغانستان مشران باید د روانو ستونزو غم وخوري.

په ورته وخت کې امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړې د اختتام پلوي دي او له افغان حکومت سره به مرستې روانې ساتي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141693

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141693/

جمهور
  https://www.jomhornews.com