د اروپايي خبریالانو فدراسیون اروپايي هېوادونو ته!

افغان خبریالانو ته د سیاسي پناه د وېزو پروګرامونه زیات کړی

23 اسد 1400 ساعت 10:29

د اروپايي خبریالانو فدراسیون د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغان خبریالانو او د افغانستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره د سیاسي پناه د وېزو پروګرامونه زیات کړي.


د اروپايي خبریالانو فدراسیون د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغان خبریالانو او د افغانستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره د سیاسي پناه د وېزو پروګرامونه زیات کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه فدراسیون په جرمني او هالنډ کې د خپلو سیمه ییزو دفترو سره خپل غږ غبرګ کړی او د د افغان خبریالانو د ملاتړ له نړیوال کمپاینه چې د اګسټ په ۱۳مه نېټه پیل شو، هم خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

اي اف جې  EFJ دغه غوښتنه پرون جمعه د زمري ۲۲مه یوه بیان کې کړې ده.

د اروپايي خبریالانو د فدراسیون د راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۲۰۰ زیاتو خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او زیات شمېر یې تر ګواښ لاندې دي.

یاد فدراسیون زیاته کړې، چې د جګړو له پراخېدو او د افغانستان پر ځینو سیمو د طالبانو له ولکې وروسته یو زیات شمېر رسنۍ بندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کاناډ پرون جمعه اعلان کړی، چې ۲۰ زره افغانانو ته پناه ورکوي، چې په دې کې به خبریالان، د مدني ټولنې فعالانه، ښځې او لږکي شامل وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141698

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141698/

جمهور
  https://www.jomhornews.com