ملګري ملتونه نن د افغانستان په هکله بېړنۍ ناسته کوي

25 اسد 1400 ساعت 12:32

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دی، خو د ځینو هېوادونو په غوښتنه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته راوبولي څو د دغه هېواد وضعیت و ارزوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګوتریش له طالبانو غوښتي چې له زغم کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، د خلکو د سر او مال امنیت تامین کړي او د بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي.

ملګرو ملتونو د خپل ماموریت په هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې طالبانو له دغه ادارې غوښتي و چې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د یونسف مشر ویلي و، طالبان ددې غوښتونکي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې حضور ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
د مطلب کود: 141738

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141738/

جمهور
  https://www.jomhornews.com