امیرخان متقي له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره لیدلي

26 اسد 1400 ساعت 9:19

سرچینې وايي، د طالبانو د مشرتابه شورا غړی امیرخان متقي کابل ته راغلی او له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي.


سرچینې وايي، د طالبانو د مشرتابه شورا غړی امیرخان متقي کابل ته راغلی او له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې سرچینې زیاتوي دوی په دغه کتنه کې د افغانستان په اوسني وضعیت او د راتلونکي نظام د جوړښت په هلکه خبرې کړې دي.

بل خوا راپورونه د طالب چارواکو له قوله وايي، چې دغه ډلې د یوه ټول شموله حکومت د جوړلو لپاره خپلې هڅې پیل کړې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره یې ګټورې خبرې روانې دي.

په دغه ویډیويي پیغام کې  کرزی وايي، د طالبانو له مشرانو سره یې د کابل د وضعیت د عادي کېدو او نورو لازمو مسایلو په هکله خبرې روانې دي.

پخواني کرزي هیله څرګنده کړې چې ګوندې له طالبانو سره د دوی دغه تماسونه مثبته پایله ورکړي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله وايي، نویو بدلونونو خلک له سخت حالت سره مخ کړي دي او هیله من دی، چې په دې برخه کې د دوی هڅې مثبته پایله ورکړي.

عبدالله ویلي، ټولو هڅې یې د کابل ښاریانو د آرامتیا او د سولې د رامنځته کېدو په پار دي او پر طالبانو سربېره یې له یو شمېر نورو سیاسي مخورو سره هم خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141754

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141754/

جمهور
  https://www.jomhornews.com