که څه هم چې امریکا او ملګرو هېوادونو یې کابل کې خپل سفارتونه تړلي، چین او روسیې اعلان کړی چې دوی به خپل سفارتونه فعال ساتي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چین په افغانستان کې خپلو وګړو ته ویلي چې په خپلو ځایونو کې دې پاتې شي، خو ډاډ یې ورکړی چې افغانستان کې بېلابېلو خواو سره یې د خپلو وګړو امنیت د اړه خبرې کړې دي.
په ورته وخت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پرون دولتي رسنیو ته وویل چې کابل کې د خپل سفارت د تړلو پلان نه لري.
د امریکا په شمول ځینې هېوادونه بیا وايي، دوی دا مهال خپل سفارتونه بګرام هوايي اډې ته لېږدولي او که حالت عادي شي بېرته به خپل کار پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل